۰
اوچا:

اوچا: اوزګارتیا ګڼ افغانان پوروړوي کړي دي

چهارشنبه ۲۴ حوت ۱۴۰۱ ساعت ۰۸:۵۷
د ملګرو ملتونو سازمان د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا وايي، په افغانستان کې مخ په ځوړ اقتصاد د خلکو عاید را کم کړی، بې کاري یې زیاته کړې او خلک یې پوروړي کړي دي.
اوچا: اوزګارتیا ګڼ افغانان پوروړوي کړي دي
د ملګرو ملتونو سازمان د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا وايي، په افغانستان کې مخ په ځوړ اقتصاد د خلکو عاید را کم کړی، بې کاري یې زیاته کړې او خلک یې پوروړي کړي دي.

په افغانستان کې یو شمېر بې‌وزله کورنۍ ورځ تر بلې د خپل عاید له کمېدو سر ټکوي او وايي، نه‌شي کولی خپل ورځنۍ اړتیاوې پوره کړي.

دا اندېښنې داسې مهال مطرح کېږي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا وايي، په افغانستان کې مخ په ځوړ اقتصاد د خلکو عاید را کم کړی، بې کاري یې زیاته کړې او خلک یې پوروړي کړي دي.

دې سازمان پرون په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، په افغانستان کې د ۸۰ سلنه کورنیو عاید کم شوی دی.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي