ملګرو ملتونو کډوالو لپاره د ۶۱۳ میلیونه ډالرو مرستې غوښتنه وکړه

24 حوت 1401 ساعت 8:59

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمشنرۍ په روان زېږدیز کال کې په ایران، پاکستان او د منځنۍ اسیا په دریېو هېوادونو کې له افغان کډوالو سره د مرستې لپاره له نړیوالې ټولنې د ۶۱۳ میلیونه امریکایي ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده.

په جنیوا کې د کډوالو عالي کمشنرۍ لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې د کډوالو لپاره د یوې نوې طرحې جزییات خپاره کړي دي. په دې طرحه کې له مرسته کوونکو هېوادونو غوښتل شوي چې، له افغان کډوالو څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

په طرحه کې راغلي چې، له غوښتل شوې مرستې څخه به ۷،۹ میلیونه کډوال برخمن شي چې، په دې کې پنځه اعشاریه دوه میلیونه یې افغان کډوال دي او له شویو مرستو څخه به یوه اندازه د دغو کډوالو کوربه هېوادونو ته ورکړل شي، ترڅو دغو کډوالو ته خدمتونه وړاندې کړي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمشنرۍ ویلي، له هغو کډوالو چې مرستو ته اړتیا لري، ۷۰ سلنه یې ښځې او ماشومان دي.

جمهورخبري آژانس
 
د مطلب کود: 158611

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/158611/

جمهور
  https://www.jomhornews.com