نډ پراېس: له افغانستانه د وتلو د جزیاتو ورکړې ته ژمن یو

24 حوت 1401 ساعت 9:02

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پراېس وايي، دغه وزارت له افغانستانه په بېړه د امریکايي ځواکونو د وتلو په هکله د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې ته د اسنادو او شواهدو وړاندې کولو ته ژمن دی.

نډ پراېس زیاتوي، چې دغه وزارت په بېړه د امریکایي ځواکونو د وتلو په تړاو د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې د څېړنو له پېلېدو راهیسې نږدې سل توجیهي غونډې کړې او دغې کمېټې ته یې لسګونه پاڼې اسناد او لاسوندونه ورکړي دي.

تر دې وړاندې د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې رییس ویلي دي، چې د بایډن ادارې په ځلونو له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د غیرمسوولانه وتلو د اوږدمهاله څارنې او اړوند معلوماتو د وړاندې کولو غوښتنه رد کړې ده.

جمهورخبري آژانس

د مطلب کود: 158613

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/158613/

جمهور
  https://www.jomhornews.com