د پاکستان ولسمشر په افغانستان کې د سولې او ثبات په تامین کې د اسلام اباد او بیجینګ رول مهم بولي.
د پاکستان ولسمشر د چین له سي، سي، ټي، وي ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي پاکستان او چین په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټينګښت په لټه کې دي.
عارف علوي د چین او پاکستان د اقتصادي دهلیز بریا له آرام او سوله ییز افغانستان سره تړلې بولي او زیاتوي چې، د مرکزي آسیا ځينې هېوادونه هم لېواله دي چې، د افغانستان له لارې له ګوادر بندر سره وصل شي.
خو د طالبانو ویاند وايي، دمګړۍ افغانستان امن دی او په دې هېواد کې د سیمې هېوادونو د پانګونو لپاره فرصتونه برابر شوي دي.
نوموړی زیاتوي، سرپرست حکومت له پاکستان او چین سره د اقتصاد په برخه کې هم د ښه تعامل غوښتونکی دی.
د ویلو ده چې، تر دې مخکې د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي او د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د پاکستان او چین له اقتصادي دهلېز سره د افغانستان د یو ځایېدو لپاره بحثونه کړي وو.
جمهورخبري آژانس