له شبرغانه تر کابله د برېښنا مزي غځولو پاتې چارې پیلیږي

29 حوت 1401 ساعت 8:41

د طالبانو ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت وايي له شبرغان تر الوان دښتې او بيا د کابل تر ارغندۍ د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا لېږد مزي او په دغو سیمو کې د سب سټېشنونو د پاتې کارونو د بشپړېدو لپاره دې د تمویل سرچینې وڅېړل شي او تر هغه وروسته دې يې چارې پیل شي.

د طالبانو ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستيال په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون فوق العاده غونډه کې پرېکړه وشوه چې د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت دې د مالیې وزارت او نورو اړوندو ادارو سره کار وکړي او د افغانستان برېښنا شرکت له خوا د وړاندیز شویو پروژو له شبرغان تر الوان دښتې او له الوان دښتې څخه د کابل تر ارغندۍ پورې د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا لېږد مزي او په الوان دښته او ارغندۍ کې د سب سټېشن د پاتې کارونو د بشپړېدو لپاره د تمويل سرچینې وڅېړي او خپلې موندنې دې د اچرا آتو په موخه د لسو ورځو په موده کې اقتصادي معاونیت ته وړاندې کړي څو له هغه وروسته يې په بېړنۍ توګه چارې پیل او تر راتلونکي ژمي بشپړې شي.

جمهورخبري آژانس
 
د مطلب کود: 158745

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/158745/

جمهور
  https://www.jomhornews.com