حکومتي چارواکي د قراردادونو په داوطلبۍ کې ګډون نه شي کولی

29 حوت 1401 ساعت 8:44

د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخندزاده د فرمان له مخې، حکومتي چارواکي او مامورین د تدارکاتو او نورو قراردادونو د رونټیا په موخه د وزارتونو او ادارو د تدارکاتو په داوطلبۍ کې ګډون نه شي کولی.


د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخندزاده د فرمان له مخې، حکومتي چارواکي او مامورین د تدارکاتو او نورو قراردادونو د رونټیا په موخه د وزارتونو او ادارو د تدارکاتو په داوطلبۍ کې ګډون نه شي کولی.

د چارو ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي، چې د اسلامی امارت د مشرتابه په تازه فرمان کې د وزارتونو او ادارو په تدارکاتو او قراردادونو کې چارواکي او مامورین له ګډون منع کړي دي.

خبرپانه وايي د یاد فرمان له مخې چارواکي او مامورین نه شي کولی چې په مستقیم او غیرمستقیم ډول د اجناسو، خدمتونو او ودانیزو چاور د تدارک، کان‌کېندنې او نورو قراردادونو په داوطلبۍ کې د داوطلب په توګه ګډون وکړي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د فرمان په دویمه ماده کې هغه خصوصي شرکتونه چې چارواکي او مامورین پکې ګډونوال او یا مسوول وي، هم د دغه فرمان په لومړۍ ماده کې د درج شوي حکم تابع ګڼل شوي دي او دغه فرمان د توشیح له نېټې څخه نافذ او رسمي جریده کې د خپرېدو وړ ګڼل کېږي.

جمهورخبري آژانس

 


د مطلب کود: 158746

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/158746/

جمهور
  https://www.jomhornews.com