د افغانستان او ایران د سوداګرۍ ګډې خونې فعالیت بېرته پیل کړ

1 حمل 1402 ساعت 9:40

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونو د مدیره پلاوي غړی خانجان الکوزی وايي، له اتلس کلونو وروسته د افغانستان او ایران د سوداګرۍ ګډې خونې فعالیت بېرته پیل کړ.


د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونو د مدیره پلاوي غړی خانجان الکوزی وايي، له اتلس کلونو وروسته د افغانستان او ایران د سوداګرۍ ګډې خونې فعالیت بېرته پیل کړ.

الکوزی وايي، د دې ګډې خونې د فعالیت د بیا پیلېدو له کبله به د افغانستان او ایران تر منځ سوداګري راکړه ورکړه نوره هم زیاته شي.

نوموړی وايي، اوسمهال د افغانستان او ایران سوداګري په کال کې ۲ میلیارد ډالرو ته رسیږي، خو تر ډیره دا سوداګري یو اړخیزه ده. تر دې مخکې یو شمېر افغان صنعتکارانو او د فابریکو خاوندانو شکایت کړی چې ایران هغه شیان افغانستان ته په ارزانه بیه صادروي چې په افغانستان کې تولیدېږي او له دې کبله د افغانانو فابریکې له سقوط سره مخامخېږي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 158767

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/158767/

جمهور
  https://www.jomhornews.com