وردګو کې خلکو په شخصي لښګت یو ښوونځی چوړ کړی

2 حمل 1402 ساعت 9:51

د میدان وردګو ولایت د سیداباد ولسوالۍ په ګربت باغک سیمه کې د خلکو له لوري جوړ شوی ښوونځی ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.


د میدان وردګو ولایت د سیداباد ولسوالۍ په ګربت باغک سیمه کې د خلکو له لوري جوړ شوی ښوونځی ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د سیداباد ولسوالۍ د باغک سیمې اوسېدونکي وايي، وروسته له هغه یې په سیمه کې د ښوونځي لپاره د ودانۍ جوړولو چارې په خپل شخصي لګښت له ستونزو سره سره پیل کړې، چې د حکومت او موسساتو له ژمنو څخه ستړي شول.

د دوی په خبره، چې څو ځلې ګڼو بنسټونو د ښوونځي د ودانۍ جوړولو ژمنې وکړې خو عملي یې نه کړي. د باغک په سیمه کې دغه جوړه شوې ودانۍ د ۵.۳ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې ده او ټول لګښت یې د سیمې خلکو او بهر مېشتو افغانانو ورکړې دي.

د یاد ښوونځي مدیر وايي، چې د دې ښوونځي د ودانۍ د بنسټ ډبره په ۱۴۰۱ کال کې کېښودل شوې وه او په نږدې یوه کال کې یې د جوړولو چارې پای ته ورسیدې.

د نوموړي په خبره په دې ښوونځي کې به ۵۸۰ زده کوونکي له لومړي تر نهم ټولګي زده کړې کوي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 158775

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/158775/

جمهور
  https://www.jomhornews.com