د تېرې شپې زلزلې ۲۲ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

2 حمل 1402 ساعت 9:57

د طالبانو عامې روغتیا وزارت وایي، د وروستیو معلوماتو له مخې، په ټول هېواد کې تر اوسه د زلزلې له امله دوه تنه مړه او نږدې ۲۰ تنه ټپیان شوي دي.


د طالبانو عامې روغتیا وزارت وایي، د وروستیو معلوماتو له مخې، په ټول هېواد کې تر اوسه د زلزلې له امله دوه تنه مړه او نږدې ۲۰ تنه ټپیان شوي دي.

د دغه وزارت ویاند د شپې ناوخته پر ټویټر لیکلي، د ټول هيواد په ۳۴ ولايتونو کې روغتيايي مراکزو ته نږدې شل تنه ټپيان او دوه جسدونه وړل شوي دي.

یوې زورورې زلزلې تېره شپه ۹:۲۰ د هیواد شمال لویدیځ، مرکزي، ختیځ او سویل ختیځ ولایتونه ولړزول، دغه راز دا زلزله په پاکستان، هندوستان، تاجکستان او ازبکستان کې هم حس شوې ده.

زلزله ډیره زوروره وه او خلک له خپلو کورونو څخه په داسې حال کې ووتل چې سخت ویریدلي وو.

بلخوا پاکستانیو رسنیو خبر ورکړی چې په دغه هیواد کې د زلزلې له امله ۱۰ تنه مړه او تر سلو زیات ټپیان شوي دي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 158778

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/158778/

جمهور
  https://www.jomhornews.com