مجاهد: کابل کې مو د داعش یو پټنځای له منځه یووړ

2 حمل 1402 ساعت 10:11

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، امنیتي ځواکونو پلازمېنه کابل کې د داعش پر یوه پټنځای چاپه وهلې او له منځه یې وړی دی.


د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، امنیتي ځواکونو پلازمېنه کابل کې د داعش پر یوه پټنځای چاپه وهلې او له منځه یې وړی دی.

مجاهد زیاته کړې، چې دغه عملیات تېره شپه د کابل ښار د ۱۲ مې حوزې اړوند د بتخاک په سیمه کې د خوارجو په یوه مرکز شوي دي.

نوموړي په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، په دغه عملیاتو کې د داعش درې مهم غړي وژل شوي او پټنځای یې له منځه وړل شوی دی.

دی وايي، له دغه پټنځای څخه یې وسلې، چاودېدونکي توکي او ځینې نور وسایل هم نیولي او داعشیانو له دغه ځای څخه په کابل کې د بریدونو پلان درلود.

په کابل کې د داعش پټنځای پر داسې مهال له منځه وړل کېږي، چې څو ورځې وړاندې طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ویلي و، افغانستان کې داعش نشته او کوم عملیات چې تر سره کوي، له بهر څخه پلان کېږي.
 
جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 158779

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/158779/

جمهور
  https://www.jomhornews.com