افغان کرکټ بورډ د افغان ملي لوبډلې او سریلانکا ملي لوبډلو تر منځ د دریو یو ورځینو لوبو نېټه اعلان کړه.
بورډ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، ټاکل وې چې افغان او سریلانکايي لوبډه د جون میاشت په ۲ مه ۴ مه او ۷ مه نېټه یو ورځنۍ لوبې تر سره کړي.
دغه لوبې راتلونکي نړیوال جام کې د لوبېدو په خاطر د ای سي سي له خوا ورکړل شوې دي.
د یادونې ده، چې افغان ملي لوبډله تر دې مخکې نېغه په نېغه نړیوال جام ته وتلې ځکه هغه په تېرو لوبو کې ښه ځلېدلي او دا مهال په جدول کې د ۱۱۵ نمرو په لرلو سره د ۱۰ غوره لوبډلو په جدول کې ځای لري.
جمهورخبري آژانس