ایران د خوړو او درملو ملي ادارې د کارکوونکو د روزنې ژمنه کړې ده

28 ثور 1402 ساعت 13:20

د افغانستان د خوړو او درملو د ملي ادارې مشر ایران ته تللی او هلته یې د ایران د خوړو او درملو د ادارې له مشر حیدر محمدي سره په کتنه کې پر اړوندو مسایلو خبرې کړې دي.


د افغانستان د خوړو او درملو د ملي ادارې مشر ایران ته تللی او هلته یې د ایران د خوړو او درملو د ادارې له مشر حیدر محمدي سره په کتنه کې پر اړوندو مسایلو خبرې کړې دي.

د خوړو او درملو ملي ادارې پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې حیدر محمدي په دې کتنه کې د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې د کارکوونکو د روزنې او د ظرفیتونو د لوړولو په برخه کې د هراړخیزو همکاریو ژمنه کړې ده.

جمهورخبري آژانس

 


د مطلب کود: 160545

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/160545/

جمهور
  https://www.jomhornews.com