طالبان: اسرائیل دې د مقدسو ځایونو بې غزتي ودروي

30 ثور 1402 ساعت 9:54

افغانستان کې د طالبانو حکومت د اسرائیلي ځواکونو له خوا د اقصی جومات او نورو مقدسو ځایونو بې عزتي په کلکو ټکو غندلې او د دغه لړۍ د درېدو غوښتنه يې کړې ده.


افغانستان کې د طالبانو حکومت د اسرائیلي ځواکونو له خوا د اقصی جومات او نورو مقدسو ځایونو بې عزتي په کلکو ټکو غندلې او د دغه لړۍ د درېدو غوښتنه يې کړې ده.
 
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، د اسرائیلي ځواکونو له خوا د فلسطین پر بې دفاع خلکو او عبادت خونو هر ډول بریدونه د انساني او نړیوالو اصولو او قوانینو خلاف عمل دی.
نوموړي ویلي، فلسطین کې اوسېدونکي اسرائیل یو ځل بیا د نظامي ځواکونو پر مټ اقصی جومات ته ننوتي او د هغه بې عزتي یې کړې ده.
 
دی وايي، طالبان د اسرائیلي ځواکونو له خوا د مقدسو ځایونو بې عزتي په کلکو ټکو غندلي او د دغه کار د درېدو جدي غوښتونکي دي.
 
جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 160587

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/160587/

جمهور
  https://www.jomhornews.com