پروان کې د یوه ښوونځي مدیر د طالبانو له خوا نیول شوی دی

30 ثور 1402 ساعت 11:21

ځايي خلک وايي، طالبانو پروان کې د یوه ښوونخي مدیر د دې له امله چې پر طالبانو یې د نجونو ښوونځیو د بندولو له امله نیوکه کړې وه نیولی دی.


ځايي خلک وايي، طالبانو پروان کې د یوه ښوونخي مدیر د دې له امله چې پر طالبانو یې د نجونو ښوونځیو د بندولو له امله نیوکه کړې وه نیولی دی.
 
لطف الله د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ د دولت شاهي کلي د عبدالستار شهید د ښوونځي مدیر وو، چې د جمعې په ورځ د طالبانو له خوا نیول شوی دی.
 
طالبانو تر اوسه د دغه مدیر د نیونې په اړه څه نه دي ویلي.
 
جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 160593

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/160593/

جمهور
  https://www.jomhornews.com