هغه خبریال چې طالبانو نیولی و بېرته خوشی شو

30 ثور 1402 ساعت 11:25

افغان خبریال علی لطفي چې د تېرې جمعې په شبه د طالبانو له خوا نیول شوی وو له زندان څخه خوشی شوی دی.


افغان خبریال علی لطفي چې د تېرې جمعې په شبه د طالبانو له خوا نیول شوی وو له زندان څخه خوشی شوی دی.

د طالبانو د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ویلي، لطفي د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی او اوس بېرته خوشی شوی دی.

د هغه په وینا لطفي د یوه شک په تور نیول شوی وو خو دا یې نه دي ویلي، چې پر نوموړي څه شک وو.

خو دا یې ویلي، چې هغه یوه ناروغي درلوده، چې د معیاناتو لپاره عدلي طب ته لېږل شوی وو.

ځدراڼ نه ویلي، چې هغه څه ډول ناروغي درلوده، خو ځینې سرچینې وايي، لطفي د شراب خوړلو په تور د طالب ځواکونو له خوا نیول شوی وو.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 160596

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/160596/

جمهور
  https://www.jomhornews.com