په افغانستان کې د فقر ډېر برخه زجر ماشومان ګالي

30 ثور 1402 ساعت 11:26

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف وايي، افغانستان کې د ژور فقر د بحران تر ټولو ډېره برخه افغان ماشومان ګالي.


د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف وايي، افغانستان کې د ژور فقر د بحران تر ټولو ډېره برخه افغان ماشومان ګالي.
 
د دغه صندوق مشر فران اکیزا وايي، د افغانستان ۹۰ سلنه وګړي له فقر سره مخ دي اما د دغه بحران تر ټولو ډېره برخه زجر افغان ماشومان ګالي.
 
نوموړي چې نیویارک کې یوه خبري کنفرانس کې خبرې کولې افغانستان کې د روان اقتصادي بحران او بېوزلۍ په اړه اندېښنه وښودله او ویې ویل چې په داسې حال کې، چې افغانستان له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان دی خو زیاتره خلکو دا هېره کړې، چې افغانستان د ماشومانو د حقونو د بحران سره هم مخ دی.
 
د هغه په وینا اټکل کېږي، چې سږ کال به افغانستان کې ۲.۳ میلیونه هلکان او نجونې د سوه تغذي سره مخ شي چې له دې شمېرې به ۸۷۵ زره ماشومان درملنې ته اړتیا پیدا کړي.
دغه راز نوموړي زیاته کړې، کېدای شي ۸۴۰ امیدواره میندې او شیدې خوړونکي ماشومان د سوه تغذي له امله د خطر سره مخ شي.
 
دی همدارنګه وايي، افغانستان په نړۍ کې یو له هغه هې،ادونو دی، چې وسلې په کې زیاتې کارول شوې او دغه څه د ماشومانو مړینه زیاته کړې ده.
 
 
جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 160597

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/160597/

جمهور
  https://www.jomhornews.com