اوچا د افغانستان لپاره د ۷۱۷ میلیون ډالرو غوښتنه کړې ده

30 ثور 1402 ساعت 11:27

د ملګرو ملتونو د مرستو همغږي کوونکي دفتر یا اوچا افغانستان کې له بېوزله کسانو سره د مرستې په خاطر د ۷۱۷ میلیون ډالرو غوښتنه کړې ده.


د ملګرو ملتونو د مرستو همغږي کوونکي دفتر یا اوچا افغانستان کې له بېوزله کسانو سره د مرستې په خاطر د ۷۱۷ میلیون ډالرو غوښتنه کړې ده.
 
اوچا په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د پسرلي په پیل کېدو سره افغانستان په بې ساري توګه د غذايي امنیت نشتوالي، سوه تغذیه، اوبو کموالي او وچکالۍ سره مخ دی.

دغه راز دوی ویلي، چې سېلابونه، ځمک ښوېدنې او د ناروغیو زیاتوالی نور هغه عوامل دي، چې افغانان ورسره لاس او ګرېوان دي.

خبرپاڼه کې ویل شوي، په همدې خاطر اړمنو کسانو سره د مرستې په خاطر ۷۱۷ میلیون ډالرو ته روان کال کې اړتیا ده تر څو د خوراکي توکو، اوبو، بېړنیو مرستو، روغتیا او ښوونې برخو کې ولګول شي.
 
جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 160598

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/160598/

جمهور
  https://www.jomhornews.com