تخار کې ملخانو پر ګروندو یرغل وروړی دی

1 جوزا 1402 ساعت 11:40

د تخار اوسېدونکي وايي، د دوی په فصلونو او کښتو ملخانو برید کړی او تر ډېره بریده یې کښتونه او کروندې خرابې کړې دي.


د تخار اوسېدونکي وايي، د دوی په فصلونو او کښتو ملخانو برید کړی او تر ډېره بریده یې کښتونه او کروندې خرابې کړې دي.

د دوی په وینا ملخانو د تخار د کوکچې غاړې ولسوالیو پر فصلونو پیل کړی، چې اوس هم په ځواکمنتیا سره دوام لري.
 
د تخار د اوسېدونکو په خبره ملخان د تاجکستان له خوا راغلي او د دوی فصلونه یې له سخت زیان سره مخ کړي دي.
 
 
د دشت قلعه، اشکمش او ځینو نورو ولسوالیو کرونده ګرو په دې اړه سخته اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې د ملخانو د مقابلې لپاره هېڅ کار نه شي کولی.
 
د یادونې ده، چې څو ورځې وړاندې د ملګرو ملتونو د کرکیلې ادارې هم په افغانستان کې د ملخانو له هجوم څخه اندېښنه ښودلې وه او ویلي یې و، چې دغه څه به په یاد هېواد کې ژور اقتصادي بحران لا پسې ژور کړي.
 
جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 160660

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/160660/

جمهور
  https://www.jomhornews.com