ابراهیم رحیم پور: طالبان د نرمې او منطق خلک نه دي

1 جوزا 1402 ساعت 11:41

د ایران د بهرنیو چارو وزارت پخواني مرستیال ابراهیم رحیم پور د ایران او افغانستان تر منځ د اوبو پر سر لانجې ته په اشارې ویلي، طالبان د نرمې او منطق خلک نه دي.


د ایران د بهرنیو چارو وزارت پخواني مرستیال ابراهیم رحیم پور د ایران او افغانستان تر منځ د اوبو پر سر لانجې ته په اشارې ویلي، طالبان د نرمې او منطق خلک نه دي.
 
نوموړي تور پورې کړی او ادعا یې کړې، چې طالبان په دې برخه کې له بهر څخه لسمول کېږي تر څو ایران ته اوبه ورنه کړي.
 
ده په یوه مرګه کې ویلي، د طالبانو ګټې دا ایجابوي، چې همداسې له امریکا سره اړیکې او تماسمونه ولري، چې اوس یې هم لري او د همدې لپاره کار کوي.
 
رحیم پور ټینګار کړی، چې طالبان د مقاومت ګرو ډلو او اسلامي جهادي ډلو سره متفاوت دي او هېڅ نرمي او منطق نه مني.
 
د هغه په وینا طالبانو یوه جاهلانه مقاومت ګره ډله ده، چې په ځینو وختونو کې ګټور او په ځینو هغو کې غیرمنطقي چلند کوي او د داعش په څېر د ځینو مشرانو او نړیوالو هېوادونو تیاره مړۍ ده.
 
دغه پخوانی ایراني ديپلومات وايي، طالبان په دې هڅه کې دي، چې له سیمه ییزو او سیمې ورهاخوا هېوادونو سره ډیل وکړي.
 
جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 160661

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/160661/

جمهور
  https://www.jomhornews.com