یو هلک او نجلۍ د کور نه د تېښتې په تور نیول شوي دي

1 جوزا 1402 ساعت 11:42

سمنګان ولایت کې طالب امنیتي چارواکي وايي، دوی یو هلک او نجلۍ چې له کوره تښتېدلي وو نیولي دي.


سمنګان ولایت کې طالب امنیتي چارواکي وايي، دوی یو هلک او نجلۍ چې له کوره تښتېدلي وو نیولي دي.

دا خبره د سمنګان ولایت د مطبوعاتو مشر مفتي عبدالشکور کړې او ویلي یې دي، چې دغه نجلۍ او هلک له کوره د فرار په تور نیول شوي دي.

د هغه په وینا هلک او نجلۍ په اصل کې د بدخشان د ارګو ولسوالۍ اوسېدونکي دي، چې پرون د غوايي ۳۱ مه د سمنګان خلم ولسوالۍ کې ونیول شو.
 
دی وايي، دا نجلۍ له هلک سره د واده کولو لپاره له کوره تښتېدلې وه او غوښتل یې، چې بلخ ولایت ته ولاړ شي، خو امنیتي ځواکونو ونیول.
 
عبدالشکور زیاته کړې، چې دواړه د پلټنو لپاره عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي.
 
جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 160663

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/160663/

جمهور
  https://www.jomhornews.com