سراج الدین حقاني د یوناما له مشرې سره کتلي

1 جوزا 1402 ساعت 11:50

د طالبانو کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني د یوناما له مشرې روزا اوتونبایوا سره لیدلي دي.


د طالبانو کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني د یوناما له مشرې روزا اوتونبایوا سره لیدلي دي.

کورنیو چارو وزارت پر ټویټر پاڼه لیکل شوي چې په دغې لیدنه کې سرپرست وزیر ویلي، د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو سازمان له خوا په جوړېدونکو غونډو کې باید د سرپرست حکومت استازو ته د ګډون حق ورکړل شي.

په دې لیدنه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې ویلي، چې په وروستیو کې د افغانستان امنیت کې د پام وړ ښه‌والی راغلی او له لرو پرتو سیمو څخه مرکز ته د خلکو تګ راتګ زیات شوی او دوی په بېلابېلو برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړی دی.

جمهورخبري آژانس

 


د مطلب کود: 160667

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/160667/

جمهور
  https://www.jomhornews.com