ملګرو ملتونود نږدې ۱۳ زره بزګرو افغان ښځو ملاتړ کړی

1 جوزا 1402 ساعت 11:53

د ملګرو ملتونو پراختیایي اداره وایي، د ۲۰۲۱ کال راهیسې یې په افغانستان کې د ابادي په نوم پروژې له لارې د نږدې ۱۳ زره بزګرو ښځو ملاتړ کړی دی.


د ملګرو ملتونو پراختیایي اداره وایي، د ۲۰۲۱ کال راهیسې یې په افغانستان کې د ابادي په نوم پروژې له لارې د نږدې ۱۳ زره بزګرو ښځو ملاتړ کړی دی.

د افغانستان لپاره د یو این ډي پي څانګې پرون په یوه ټویټ کې د فاطمې په نوم د یوې افغانې یادونه کړې او ویلي یې دي چې نوموړې د خپلې کورنۍ یوازېنۍ ډوډۍ ګټونکې ده چې د دې ادارې په مرسته توانېدلې د خپلو وزو د مستو او چکې د پلورلو له لارې خپل ژوند مخته یوسي.

افغانستان چې اقتصاد یې تر ډېره پر کرنه ولاړ دی، په کلیوالي سیمو کې ښځې د کور د کارونو ترڅنګ له خپلو سړو سره په کروندو کې هم لاس يو کوي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 160668

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/160668/

جمهور
  https://www.jomhornews.com