یونیسف څه باندې ۵۰۰ زرو نجونو او هلکانو ته د زده‌کړې زمینه برابره کړې

1 جوزا 1402 ساعت 11:55

د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف وايي، دې سازمان په افغانستان کې د سیمه‌ییزو ټولګیو په جوړولو سره څه باندې ۵۰۰ زرو نجونو او هلکانو ته د زده‌کړې زمینه برابره کړې ده.


د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف وايي، دې سازمان په افغانستان کې د سیمه‌ییزو ټولګیو په جوړولو سره څه باندې ۵۰۰ زرو نجونو او هلکانو ته د زده‌کړې زمینه برابره کړې ده.

یاد سازمان پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، دغه سازمان په ټول هېواد کې له شاوخوا ۱۷ زره او ۶۰۰ ټولګیو ملاتړ کوي او زیاتوي، د ډېرو نجونو لپاره دا یوازېنۍ لار ده چې کولای شي ښوونځيو ته لاړې شي.

د یونیسف په وینا، دغه سازمان د مرستندویه موسسو په مالي مرسته کولی شي په ټول افغانستان کې د ښوونیزو ټولګیو شمېر ۲۱ زرو ته ورسوي.

جمهورخبري آژانس
 
 


د مطلب کود: 160669

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/160669/

جمهور
  https://www.jomhornews.com