غور کې سېلابونو ځاني او مالي زیانونه اړولي

3 جوزا 1402 ساعت 10:41

د سختو بارانونو او سېلابونو راوتلو له امله په غور ولایت کې خلکو ته سخت مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.


د سختو بارانونو او سېلابونو راوتلو له امله په غور ولایت کې خلکو ته سخت مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.
 
ځايي خلک وايي، پرون ماښام سخت باران و، چې له امله یې سلابونه راوتلي او خلکو ته یې زیان اړولی دی.
 
د دوی په وینا د راوتلو سېلابونو له امله په مرکز فیروزکوه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۶ تنو ژوند له لاسه ورکړی دی.
 
خلک وايي، په مړو شویو کسانو کې یو نارینه، څلور مېرمنې او یو ماشوم شامل دي، چې څلور تنه د فیروز کوه او دوه تنه د پساوند ولسوالۍ اوسېدونکي وو.
 
جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 160742

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/160742/

جمهور
  https://www.jomhornews.com