۰
د ایران ولسمشر:

افغان مېرمنې دا وړتیا لري، چې د هېواد لپاره لاس ته راوړنې لري

چهارشنبه ۳ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۴۲
د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي وايي، افغان مېرمنې او نجونې هم د ایراني مېرمنو په څېر دا وړتیا لري، چې په بېلا بېلو برخو کې د خپل هېواد لپاره لاس ته راوړنې ولري او کار ورته وکړي.
افغان مېرمنې دا وړتیا لري، چې د هېواد لپاره لاس ته راوړنې لري
د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي وايي، افغان مېرمنې او نجونې هم د ایراني مېرمنو په څېر دا وړتیا لري، چې په بېلا بېلو برخو کې د خپل هېواد لپاره لاس ته راوړنې ولري او کار ورته وکړي.
 
رییسي دغه څرګندونې اندونیزیا ته د سفر پر مهال د دغه هېواد له ولسمشر جوکو ویدودو سره په ګډ خبري کنفرانس کې کړې دي.
 
نوموړي په خپلو خبرو کې پر دې ټینګار کړی، چې افغان مېرمنو او نجونو ته باید ټولنیزو فعالیتونو برخه کې زمینه برابره کړای شي.
 
نوموړي و ویل، ایرانۍ مېرمنې او نجونې همدا اوس د خپل هېواد په سیاست او نورو برخو کې ګټور حضور او ځای ځایګی لري او د خپل هېواد لپاره ښې لاس ته راوړنې لري.
 
دی وايي، باوری دی، چې افغان مېرمنې او نجونې هم ورته وړتیا لري او کولی شي، چې د خپل هېواد لپاره بېلا بېلو برخو کې لاس ته راونې ولري، خو په دې شرط چې د ټولنیزو فعالیتونو زمینه ورته برابره کړای شي.
 
د ایران ولسمشر یو ځل بیا په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پر جوړېدو ټينګار وکړ، په داسې حال کې، چې طالبان وايي، د دوی حکومت ټولګډونه دی او نور هېوادونه دې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي.
 
جمهورخبري آژانس
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي