طالبان: د اقتصادي پياوړتیا او لوږې له ازموینې سره مخ یو

3 جوزا 1402 ساعت 10:48

د طالبانو رییس الوزرا مولوي عبدالکبیر د دغه ډلې د اقتصاد وزیر مولوي دین محمد حینف سره لیدنه کې ویلي، امارت د اقتصادي پیاوړتیا او لوږې له ازمون سره مخ دي.


د طالبانو رییس الوزرا مولوي عبدالکبیر د دغه ډلې د اقتصاد وزیر مولوي دین محمد حینف سره لیدنه کې ویلي، امارت د اقتصادي پیاوړتیا او لوږې له ازمون سره مخ دي.

د طالبانو ارګ نن د جواز دویمه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، مولوي حینف د دغه وزارت د پلانونو او کار په اړه رییس الوزرا ته معلومات ورکړل او ویې ویل، چې د راتلونکې اقتصادي پیاوړتیا او بشري مرستو د همغږي کولو لپاره اساسي پروګرامونه لري، چې ښې پایلې به ولري.
 
په ورته وخت کې مولوي عبدالکبیر ټینګار وکړ، چې ټول ادارې باید د هېواد د اقتصادي پیاوړتیا او بنسټیزو پروژو د پلي کولو لپاره هڅې وکړي تر څو یې ولس ته ګټه ورسېږي.
 
د هغه په وینا چې د طالبانو امارت همدا اوس د اقتصادي پیاوړتیا، بنسټیزو پروژو د پلي کولو او دغه راز د لوږې سره د مبارزې په برخو کې له یو ډول ازمون سره مخ دی.

جمهورخبري آژانس

 


د مطلب کود: 160746

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/160746/

جمهور
  https://www.jomhornews.com