د فاریاب د قیصار ولسوالۍ لپاره د طالبانو د ځنګلونو امر وژل شوی دی

7 جوزا 1402 ساعت 10:39

ځايي سرچینې وايي، د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ لپاره د طالبانو د ځنګلونو امر غلام رسول په مرموز ډول وژل شوی دی.


ځايي سرچینې وايي، د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ لپاره د طالبانو د ځنګلونو امر غلام رسول په مرموز ډول وژل شوی دی.

د دوی په وینا د غلام رسول جسد د تېرې جمعې غبرګولي ۵ مه د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ په خواجه کنټي سیمه کې موندل شوی دی.

سرچینې وايي، غلام رسول د تېرې اوونۍ د سه شنبې په ورځ لا درکه شوی وو چې اوس یې مړی موندل شوی دی.

تر اوسه د دغه قتل علت نه دی معلوم او ځايي طالب چارواکو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
 
جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 160881

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/160881/

جمهور
  https://www.jomhornews.com