شهاب الدین دلاور: د کانونو د غیرقانوني استخراج مخه باید ونیول شي

13 جوزا 1402 ساعت 8:49

د طالبانو د کانونو سرپرست وزیر مولوي شهاب الدین دلاور د کانونو د غیرقانوني استخراج پر مخنیوي ټينګار کړی دی.


د طالبانو د کانونو سرپرست وزیر مولوي شهاب الدین دلاور د کانونو د غیرقانوني استخراج پر مخنیوي ټينګار کړی دی.

دلاور د هېواد شمال ته په یوه سفر تللی او د بغلان له والي سره یې په لیدنه کې دا خبرې کړې او سپارښتنه یې ورته کړې، چې دغه ولایت کې د کانونو د غیرقانوني استخراج مخنیوی وکړي.

نوموړی پر داسې مهال د کانونو د غیرقانوني استخراج د مخنیوي غوښتنه کوي، چې همدا اوس هېواد کې له لسګونو کانونو په غیرقانوني ډول استخراج کېږي او تر ډېره یې استخراج شوي مواد پاکستان ته وړل کېږي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 161044

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/161044/

جمهور
  https://www.jomhornews.com