د طالبانو د بدخشان پر مرستیال والي د برید مسوولیت داعش منلی

17 جوزا 1402 ساعت 11:23

داعش وسله والې ډلې پر خپل وېب سایټ په یوه راپور کې د بدخشان لپاره د طالبانو پر مرستیال والي مولوي نثار احمد د موټر بم ځانمرګي برید مسوولیت منلی دی.


داعش وسله والې ډلې پر خپل وېب سایټ په یوه راپور کې د بدخشان لپاره د طالبانو پر مرستیال والي مولوي نثار احمد د موټر بم ځانمرګي برید مسوولیت منلی دی.
 
داعش پورې تړلي اعماق سایټ د جوزا پر ۱۶ مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د بدخشان لپاره د طالبانو د مرستیال والي پر موټر د دوی کسانو ځانمرګی برید کړی دی.
 
داعش په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.
 
پر مولوي نثار احمد باندې پرون د بدخشان مرکز فیض آباد ښار کې د محکمې دروازې ته څېرمه موټر بم برید وشو، چې نوموړی په کې وژل شوی او څلور ساتونکي یې ټپيان شوي دي.
 
جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 161209

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/161209/

جمهور
  https://www.jomhornews.com