سرچینې: طالبانو د هلمند اوبه ایران ته ور خوشې کړې دي

17 جوزا 1402 ساعت 11:27

د نیمروز ولایت ځايي خلک او سرچینې وايي، طالبانو د هلمند د سیند اوبه له کمال خان بند څخه د ایران په لوري خوشې کړې دي.


د نیمروز ولایت ځايي خلک او سرچینې وايي، طالبانو د هلمند د سیند اوبه له کمال خان بند څخه د ایران په لوري خوشې کړې دي.
 
د دوی په وینا پرون د کجکي بند اوبه د کمال خان بند ته ورسېدې او له هغه ځایه د ایران په لوري خوشې شوې.
 
دغه سرچینې زیاتوي، چې طالبانو څو ورځې وړاندې د هلمند سیند د اوبو د کنټرولرونه لرې کړل او اوبه یې ایران ته ورپرېښودې.
 
تر اوسه ځايي طالب چارواکو په دې اړه نه دي ویلي.
 
د یادونې ده، چې په دې وروستیو کې د ایران او طالبانو تر منځ د هلمند سیند د اوبو پر سر ناندرۍ راپورته شوې دي.
 
جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 161212

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/161212/

جمهور
  https://www.jomhornews.com