ویسټ سرپل کې د نجونو مسموم کېدل د اندېښنې وړ وبلل

17 جوزا 1402 ساعت 11:28

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېست په سرپل ولایت کې د ښوونځي د یو شمېر نجونو پر مسموم کېدو خواشني ښودلې ده.


د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېست په سرپل ولایت کې د ښوونځي د یو شمېر نجونو پر مسموم کېدو خواشني ښودلې ده.

نوموړي نن د غبرګولي ۱۷ مه په یوه ټوېټر کې ویلي پر دغه پېښه ژور خواشنی دی او ټينګار یې کړی، چې د زده کوونکو امنیت ته باید جدي پاملرنه وشي.

ویسټ ویلي، افغانان له وېرې او محدویت پرته د زده کړو حق لري او باید ورکړل شي.

د یادونې ده، چې د تېرې یکشنبې په ورځ سرپل ولایت کې د یوه ښوونځي ۸۰ تنه زده کوونکې مسمومې شوې وې.
جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 161214

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/161214/

جمهور
  https://www.jomhornews.com