مجاهد: ترافیکي پېښې نور د زغم وړ نه دي

20 جوزا 1402 ساعت 9:40

په دې وروستیو کې د هېواد په لویو لارو او ښارونو کې د ترافیکي پېښو زیاتېدو ته طالبانو توند غبرګون ښودلی وايي، نورې دا ډول پېښې د زغم وړ نه دي.


په دې وروستیو کې د هېواد په لویو لارو او ښارونو کې د ترافیکي پېښو زیاتېدو ته طالبانو توند غبرګون ښودلی وايي، نورې دا ډول پېښې د زغم وړ نه دي.
 
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د کابل – کندهار پر لویه لار زابل ولایت کې د څو ورځو وړاندې ترافیکي پېښې ته چې تر ۴۰ پورې کسانو په کې ژوند له لاسه ورکړ او یا هم ټپيان شول ویلي، د ترانسپورټ مسوولین باید د سفر پر مهال ټول ترافیکي اوصول په پام کې ونیسي، سرعت کنټرول کړي او مسکلي موټرچلوونکي وګماري.
 
نوموړي خبرداری ورکړی، چې دا ډول پېښې نور د زغم او منلو وړ نه دي او ترانسپورتي مسوولین باید جدي پاملرنه ولري.
 
جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 161276

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/161276/

جمهور
  https://www.jomhornews.com