د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د کرکټ ملي لوبډلې د اسیا جام سیالیو ته چمتووالی نیولی دی.
تمه ده اسیا کپ سبا/چهارشنبه د اګست دېرشمه د پاکستان او نیپال په لوبې سره پیل شي.
د افغانستان ملي لوبډله به بیا د راتلونکې یکشنبې په ورځ د لاهور په قذافي لوبغالي کې له بنګله دېش سره او د سپټمبر په پنځمه به په همدې لوبغالي کې له سریلانکا سره مخ شي.
سږ کال د اسیا په کپ کې شپږ ټیمونه لوبیږي. افغانستان،هندوستان،پاکستان،بنګله دیش،سریلانکا او نیپال. له دې به یواځې څلور ټیمونه دویم دور ته لار پيدا کوي.
افغانستان د بنګله دېش او سرېلانکا ټيمونه له دې مخکې هم مات کړي خو له پاکستان سره یې په اوه یو ورځنیو لوبو کې یوه هم نه ده ګټلې.
له هند سره بیا افغان ټیم تر دې مخکې څلور واره مخ شوی چې یواځې یوه مساوي شوې او پاتې درې یې پرې بایللي دي.
خبرگزاری جمهور