یوه خور د وروڼو له ۲۵ کلن زندان څخه راخوشې شوه

22 سنبله 1402 ساعت 8:29

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ د هغه مېرمنې د زندان څخه د خلاصون خبر ورکړی چې خپلو وروڼو له تېرو ۲۵ کلونو راهیسې زنداني کړې وه.


د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ د هغه مېرمنې د زندان څخه د خلاصون خبر ورکړی چې خپلو وروڼو له تېرو ۲۵ کلونو راهیسې زنداني کړې وه.
 
ځدراڼ پر خپله اېکس پاڼه لیکلي: پولیسو د کشفي معلوماتو پر اساس د کابل ښار د لسمې حوزې اړوند سیمه کې په یوه کور عملیات وکړل او یوه مېرمن یې له بند څخه راخوشې کړه.
 
دی وايي، د لومړنیو معلوماتو پر اساس دغه مېرمن د خپلو وروڼو له خوا، تېرو ۲۵ کلونو راهیسې بندي وه او یوازې درې وخته ډوډۍ یې د کوټې له کړکۍ څخه وراچوله.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند لیکلي، چې د دغه کورنۍ څلور تنه د پلټنو لپاره حوزې ته وړل شوي او یاد مېرمن د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوې ده.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 163742

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/163742/

جمهور
  https://www.jomhornews.com