۰

د طالبانو اداري مرستیال د اهل تشیع له ځینو مخورو سره لیدلي 

پنجشنبه ۲۳ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۳۰
د طالبانو اداري مرستیال وايي، په هېواد کې د اسلامي نظام په حاکمېدو سره د افغانستان د خلکو پخوانی ارمان چې د جګړې پای او د امنیت ټینګښت وو، تحقق پیدا کړ.  
د طالبانو اداري مرستیال د اهل تشیع له ځینو مخورو سره لیدلي 
د طالبانو اداري مرستیال وايي، په هېواد کې د اسلامي نظام په حاکمېدو سره د افغانستان د خلکو پخوانی ارمان چې د جګړې پای او د امنیت ټینګښت وو، تحقق پیدا کړ.
 
د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مولوي عبدالسلام حنفي دغه څرګندونې د اهل تشیع له یو شمېر مخورو سره لیدنه کې کړې دي.

حنفي د خلکو ستونزو پېژندنې برخه کې د اهل تشیع د مخورو او مشرانو فعالیتونه او زحمتونه وستایل او ویلي یې دي، د اسلامي نظام په حاکمېدو سره د افغانستان د خلکو پخوانی اروز، چې د جګړې پای ته رسېدل او سرتاسري امنیت ټینګول و پوره شوی او دا د هېوادوالو لپاره لوی نعمت دی.
 
دی وايي، امارت تر خپل توان پورې د خلکو د ستونزو حل ته ژمن دی او د هېواد په هېڅ ګوټ کې به له دغه هڅې درېغه ونه کړي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي