۰

ملګرو ملتونو پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو د درېدو غوښتنه وکړه

پنجشنبه ۳۰ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۰۸:۲۵
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د پاکستان له دولت څخه غوښتي، چې د افغان کډوالو د نیولو لړۍ ودروي.
ملګرو ملتونو پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو د درېدو غوښتنه وکړه
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د پاکستان له دولت څخه غوښتي، چې د افغان کډوالو د نیولو لړۍ ودروي.
 
د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ چارواکو پرون د پاکستان له دولته غوښتي، چې په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د نیولو لړۍ فورآ ودروي.

د ویلو ده، چې په دې وروستیو کې د پاکستان دولت یو ځل بیا په بېړه د افغان کډوالو د نیولو لړۍ پيل کړې او د یوې اوونۍ راهیسې یې د ماشومانو په ګډون ۸۰۰ افغان کډوال نیولي دي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *