د افغانستان او ترکمنستان تر منځ نوی ترانزیټي بندر جوړېږي

1 میزان 1402 ساعت 10:31

د طالبانو د حکومت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، په نېږدې راتلونکې کې به د افغانستان او ترکمنستان تر منځ یو نوی ترانزیټي بندر جوړ شي.


د طالبانو د حکومت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، په نېږدې راتلونکې کې به د افغانستان او ترکمنستان تر منځ یو نوی ترانزیټي بندر جوړ شي.

مجاهد زیاته کړې، چې اسلامي امارت به د بادغیس ولایت د بالامرغاب ولسوالۍ په پوله کې د افغانستان او ترکمنستان تر منځ یو نوی ترانزیټي بندر جوړ کړي.

د هغه په وینا دا ترانزیټي نوې لار د صادراتو او وارداتو او دغه راز ترانزیټي توکو په برخه کې د اسانتیاو رامنځ ته کولو په هدف جوړېږي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 163997

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/163997/

جمهور
  https://www.jomhornews.com