افغانستان، ازبکستان او امارتو د جنوبي او منځنۍ آسیا پر پر نښلولو خبرې کړې

2 میزان 1402 ساعت 8:07

د طالبانو د ترانسپورټ وزارت د جنوبي او منځنۍ آسیا د وصل په تړاو د افغانستان، اوزبکستان او متحده عربي اماراتو د چارواکو تر منځ ناسته او خبرې اترې شوې دي.


د طالبانو د ترانسپورټ وزارت د جنوبي او منځنۍ آسیا د وصل په تړاو د افغانستان، اوزبکستان او متحده عربي اماراتو د چارواکو تر منځ ناسته او خبرې اترې شوې دي.

د طالبانو د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت پرون ویلي،د افغانستان، اوزبیکستان او متحده عربي امارتو د چارواکو تر منځ دغه درې اړخیزه ناسته د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې شوې ده.

د چارواکو په وینا په دغه ناسته کې د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت سرپرست ملا حميدالله اخندزاده، د کانونو او پټروليم وزارت سرپرست شیخ شهاب الدين دلاور، د اوسپنۍ د پټلۍ رئيس بخت الرحمن شرافت، د ازبکستان د ټرانسپورټ وزير الهام محکموف، د کانونو وزير بابر اسلاموف او همدارنګه د متحده عربي امارتو يو لوړپوړي پلاوي ګډون درلود.
 
د دغه ناستو کډونوالو د افغانستان د کانونو د استخراج، د واټ ټرانسپورټ، ټرانزيټ، او د اوسپنې پټلۍ په پراختيا او همدارنګه د سويلي او منځنۍ اسيا د وصل په تړاو مهمې خبرې اترې کړې دي.
 
د یادونې ده، مياشت مخکې هم د ازبکستان يو لوړپوړی پلاوی افغانستان ته راغلی و، د تورخم  سربېره يې له ځينو نورو ټرانزيټي سيمو ليدنه ترسره کړه او په دې برخه کې په لا نورو ګډو همکاريو ټينګار شوی و.

جمهورخبري آژانس

 
 
د پیغام پای/
 


د مطلب کود: 164020

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/164020/

جمهور
  https://www.jomhornews.com