ملا هبت الله د ۲۰۵ البدر قول اردو له روغتون نه لیدنه کړې

8 میزان 1402 ساعت 8:54

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د دوی د امارت مشر ملا هبت الله اخوند زاده د ۲۰۵ البدر قول اردو له روغتون څخه لیدنه وکړه.


طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د دوی د امارت مشر ملا هبت الله اخوند زاده د ۲۰۵ البدر قول اردو له روغتون څخه لیدنه وکړه.
 
مجاهد پرون جمعه د تلې ۷ مه پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د اسلامي امارت مشر ملا هبت الله اخوندزاده د ۲۰۵ البدر قول اردو له روغتون څخه لیدنه کړې ده.
 
د مجاهد په وینا، ملا هبت الله د دغه قول اردو له قوماندان او نورو چارواکو سره هم لیدلي او روغتیايي مسوولینو ته یې لارښوونه کړې، چې خپلې دندې په ښه توګه تر سره کړي.
 
جمهورخبري آژانس

 


د مطلب کود: 164229

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/164229/

جمهور
  https://www.jomhornews.com