امیرخان متقي:

له هېڅ هېواد سره مو د افغانستان په خاوره کې د پوځي اډو په اړه موافقت نه دی کړی

10 میزان 1402 ساعت 10:45

وروسته له هغې چې روسیې د افغانستان په خاوره کې د امریکا او ناټو د پوځي اډو د راتګ په اړه اندېښنه څرګنده کړه، د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي ویلي، دوی د افغانستان په خاوره کې د هېڅ هېواد له پوځي اډو سره موافقت نه دی کړی.

متقي دغه څرګندونې له یوې برېتانوي رسنۍ سره په مرکه کې کړې او زیاته کړې یې ده، چې دا ډول کومه مسله د کوم هېواد له خوا نه ده څرګنده شوې.
 
د هغه په وینا که چېرې دوی د پوځي اډو رامنخ ته کولو سره موافقت وکړي، نو بیا ۲۰ کلنه جګړه د کوم هدف لپاره وه؟
 
مقتي دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د جمعې په ورځ د مسکو فارمټ غوندې ته په خپل پیغام کې ویلي، دوی په هر ډول شرایطو کې د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو خاورې ته د امریکا او ناټو د پوځي اډو راتګ د منلو وړ نه بولي.
 
متقي د خپلو خبرو په یوه برخه کې د پاکستاني طالبانو څخه د ملاتړ او هغوی ته د وسلو د لېږد خبره رد کړې او یو ځل بیا یې ټینګار وکړ، چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي.
 
جمهورخبري آژانس
 
د مطلب کود: 164322

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/164322/

جمهور
  https://www.jomhornews.com