د افغانستان ملي لوبډله قطر ته روانه شوه

23 عقرب 1402 ساعت 8:49

د افغانستان د فوټبال فدراسیون اعلان وکړ، چې د هېواد د فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۶ کال نړیوال جام او د ۲۰۲۷ کال اسیايي هېوادونو د فوټبال د دویم پړاو سیالیو لپاره قطر ته روانه شوه.


د افغانستان د فوټبال فدراسیون اعلان وکړ، چې د هېواد د فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۶ کال نړیوال جام او د ۲۰۲۷ کال اسیايي هېوادونو د فوټبال د دویم پړاو سیالیو لپاره قطر ته روانه شوه.

دغه فدراسیون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، ملي لوبډله د دوشنبې په ورځ د عقرب په ۲۲مه د قطر پلازمېنې دوحې ته روانه شوه.

د اعلاميې پر بنسټ، د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله به د نړيوال جام او اسيايي ملتونو جام د غوراوي په دويم پړاو کې د قطر، کويټ او هند له لوبډلو سره مخامخ شي.

سرچینې ویلي، د دغه پړاو په لومړي پړاو کې به د هېواد د فوټبال ملي ټيم لومړۍ لوبه د سلواغې په ٢٥مه له قطر سره او دويمه لوبه د سلواغې په ٣٠مه له کوېټ سره ترسره شي.

افغانستان به دریمه لوبه د هند له ملي لوبډلې سره وکړي.

په همدې حال کې د هېواد د کرکټ ملي لوبډلې د نړيوال جام او اسيايي جام ته د غوراوي پړاو د تېرو لوبو په وروستيو لوبو کې د منګوليا لوبډلې ته ماتې ورکړه او دې پړاو ته يې لاره پيدا کړه.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 165778

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/165778/

جمهور
  https://www.jomhornews.com