فلای دوبۍ هوايي شرکت بېرته افغانستان ته الوتنې پیل کړې

24 عقرب 1402 ساعت 10:34

له څه باندې دوه کلن ځنډ وروسته کابل ته د 'فلای دوبۍ' په نوم د متحدو عربي اماراتو د یوه هوايي شرکت الوتنې بېرته پیل شوې.


له څه باندې دوه کلن ځنډ وروسته کابل ته د 'فلای دوبۍ' په نوم د متحدو عربي اماراتو د یوه هوايي شرکت الوتنې بېرته پیل شوې.

 نن چهار شنبه د لړم ۲۴ مه د دغه هوايي شرکت  لومړۍ الوتکه کابل کې ناسته کړې.

د طالبانو حکومت هیله من دی چې د فلای دوبۍ د الوتنو پیل به د هوايي شرکتونو ترمنځ د سالم رقابت له لارې د "مناسبو نرخونو" ټاکلو ته زمینه هواره کړي.
 
 افغانستان ته د دوبۍ فلای هوايي شرکت د الوتنو پیل دا ښيي، چې د افغانستان فضا د هر ډول الوتنو لپاره امن او عادي حالت ته ګرځېدلې او د افغانستان په ټولو هوايي ډګرونو کې وړ اسانتیاوې او معیادري خدمات وړاندې کېږي.
 
د چارواکو په وینا، افغانستان ته د دوبۍ فلای هوايي شرکت د الوتنو پیل به د مناسب قمیت برخه کې سالم رقابت ته هم لار پرانیزي.
 
جمهورخبري آژانس

 
 


د مطلب کود: 165827

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/165827/

جمهور
  https://www.jomhornews.com