د شبرغان - دشت الوان د ۵۰۰ کیلوولټه مزي د پاتې چارو د بشپړولو تړون وشو

24 عقرب 1402 ساعت 13:29

د افغانستان برېښنا شرکت د شبرغان - دشت الوان د ۵۰۰ کیلوولټه مزي د پاتې چارو د بشپړولو تړون له یوه خصوصي شرکت سره  لاسلیک کړ.


د افغانستان برېښنا شرکت د شبرغان - دشت الوان د ۵۰۰ کیلوولټه مزي د پاتې چارو د بشپړولو تړون له یوه خصوصي شرکت سره  لاسلیک کړ.

دغه تړون نن چهارشنبې د لړم ۲۴ مه د طالبانو د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په شتون کې د برېښنا شرکت او افغان انویست خصوصي شرکت تر منځ لاسلیک شو.
 
ملا برادر په دغه مراسمو کې و ویل، د یو هېواد د اقتصادي ودې لپاره صنعت تر ټولو مهم دی، د نړۍ هغه هېوادونه چې له جګړو راوتلي او چټک اقتصادي پرمختګ یې کړی دی، اساسي لامل یې  د صنعت پرمختګ دی.
 
هغه زیاته کړه، چې د دوی په راتګ سره افغانستان هم د صنعت په برخه کې د پام وړ پرمختګ کړی دی او لا هم هڅه کوي چې په هېواد کې د صنعتي پرمختګ لپاره هر ډول شرایط او زمینه برابر کړي، چې تر ټولو مهم یې برېښنا ده.
 
نوموړي زیاته کړې د دغه پروژې په بشپړېدو سره به نه یوازې دا چې د هېواد صنعت ته به یې ګټه ورسېږي، بلکې په دې سره به افغانستان ته د سلګونو مېګاواټه برېښنا د انتقال زمینه برابره او په کلني ډول به لسګونه میلیونه ډالره سپما شي.
 
ملا برادر و ویل، چې دوی د پانګونې هر ډول زمینه برابره کړې او پانګوالو بشپړ ملاتړ کوي، خو په خبره یې، پانګوال باید خپلې کړې ژمنې په عمل کې ثابتې کړۍ.
 
ملا عبدالغني برادر له قراردادي شرکت څخه وغوښتل څو یادې پروژې په پوره جدیت سره تعقیب او څومره ژر چې ممکنه وي، په ښه ډول یې بشپړې کړي.
 
افغان انوېسټ شرکت به د قرارداد له مخې د شبرغان – دشت الوان دښتې د ۵۰۰کیلوولټ د برېښنا لین ۲۳.۷سلنه پاتې چارې چې ۳۰۵.۱۷کیلومترهاوږدوالی لري، په ټاکلي وخت بشپړوي.
 
تر دې وړاندې د یاد لین ۷۶.۳ سلنه چارې بشپړې شوې دي.
 
دغه راز قراردادي شرکت د الوان دښتې د ۵۰۰ کیلوولټسب سټېشن د پراختیايي پاتې چارو د بشپړولو مسوولیت هم لري.
دا پروژې به د قراردادي شرکت له لوري په دوو کلونو کې بشپړیږي چې ټولټال ۳۶ میلیونه ډالره لګښت پرې راځي.
 
د افغانستان برېښنا شرکت به د شوې هوکړې د څارنې او ارزونې معیارونو له مخې د پروژو د تطبیق، تخنیکي او مالي چارو کره څارنه او ارزونه کوي.
 
د یادو پروژو په بشپړېدو سره به له ترکمنستان څخه افغانستان ته د ارزانه او لوړ کیفیت برېښنا د رالېږد په برخه کې اسانتیاوې رامنځته شي، چې هېواد کې به د برېښنا د کمبود ستونزه تر ډېره حده حل کړي.
 
جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 165831

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/165831/

جمهور
  https://www.jomhornews.com