بدخشان: طالبانو خپل يو قوماندان د څلورو تنو قاچاق وړونکو د وژلو په تور نيولى دى

27 عقرب 1402 ساعت 10:53

په بدخشان کې عامه سرچينې وايي، د بخش الله يفتي په نوم د طالبانو يو قوماندان د څلورو طالب قاچاق وړونکو د وژلو په تور نيول شوى او کابل ته لېږدول شوى دى.


په بدخشان کې عامه سرچينې وايي، د بخش الله يفتي په نوم د طالبانو يو قوماندان د څلورو طالب قاچاق وړونکو د وژلو په تور نيول شوى او کابل ته لېږدول شوى دى.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه څلور طالبان درې اونۍ وړاندې د فيض اباد – کشم پر لاره د ناپېژاندو کسانو له خوا ووژل شول او مړي يې د کوکچې سيند ته وغورځول شول.

سرچینه زیاتوي، چې دغه څلور کسان طالب او د کندهار اوسېدونکي وو، چې تریاک یې له ځانه سره لېږدول.

له دې پېښې وروسته، درې ورځې وړاندې د طالبانو استخباراتو د دغې ډلې د لويې لارې قوماندان بخش الله يفتلي له خپل وراره او څو تنو ملګرو سره ونيول.

د طالبانو سيمه ييزو چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 165891

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/165891/

جمهور
  https://www.jomhornews.com