درانی: د طالبانو له خوا د ښځو د زده کړې او کار منع کول ښايي قومي دود وي

27 عقرب 1402 ساعت 10:57

د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړی استازی اصف درانی وايي، د طالبانو له خوا د ښځو د زده کړې، زده کړې او کار منع کول اسلامي نه دي. بلکي ښايي دا يو قومي او کلتوري دود وي.


د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړی استازی اصف درانی وايي، د طالبانو له خوا د ښځو د زده کړې، زده کړې او کار منع کول اسلامي نه دي. بلکي ښايي دا يو قومي او کلتوري دود وي.

ښاغلي دراني په اسلام اباد کې د "مارګلا" کلنۍ غونډې ته په وینا کې وویل، چې پاکستان او نور هېوادونه له طالبانو تمه لري، چې د ښځو د تعلیم او کار پر حق بندیزونه لغوه کړي.

هغه زیاته کړه، "دوی وايي چې دا اسلامي ده. دا اسلامي نه ده. دا کیدای شي قومي یا کلتوري وي، مګر دا اسلامي نه ده."

دراني دا هم یادونه وکړه چې "د افغانستان او روسیې د نږدې ګاونډیانو ترمنځ دا تفاهم شتون لري چې موږ به د طالبانو رژیم په یو اړخیزه توګه نه پیژنو."

دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه هېڅ هېواد په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 165893

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/165893/

جمهور
  https://www.jomhornews.com