ذبیح مجاهد:

د نړیوالو بنسټونو کارکوونکي د افغانستان د قانون پر مراعت کولو مکلف دي

28 عقرب 1402 ساعت 8:58

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د نړیوالو بنسټونو کارکوونکي اړ دي، چې د افغانستان قوانین مراعت کړي او که یې نه کړي وبه نیول شي.


د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د نړیوالو بنسټونو کارکوونکي اړ دي، چې د افغانستان قوانین مراعت کړي او که یې نه کړي وبه نیول شي.
 
مجاهد تېره شپه شنبې د لړم ۲۷ مه ویلي، د نړیوالو بنسټونو کارکوونکي چې په افغانستان کې په بېلا بېلو برخو کې فعالیت کوي، د دغه هېواد د قانون په مراعات کولو مکلف دي.
 
دی وايي، هغه کسان چې د افغانستان د اصولو او قوانینو رعایت نه کړي، اسلامي امارت حق لري، چې ویې نیسي.
 
نوموړي زیاته کړې، که چېرې کوم څوک په یوه بنسټ کې کار کوي او د هېواد له قانینو څخه سرغړونه کوي یا د هغه اصولو خلاف چې ورته ټاکل شوي عمل وکړي وبه نیول شي او یو حکومت دا حق لري، چې دا کار وکړي.
 
جمهورخبري آژانس
 
 


د مطلب کود: 165920

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/165920/

جمهور
  https://www.jomhornews.com