د یمن حوثیانو سره بحیره کې د اسرائیلو یوه بېړۍ نیولې ده

29 عقرب 1402 ساعت 8:47

امریکايي چارواکو تایید کړې، چې یمن کې حوثیانو د اسرائیلو اړوند بېړۍ «ګلکسي لیډر» بېړۍ په سره بحیره کې نیولې ده.


امریکايي چارواکو تایید کړې، چې یمن کې حوثیانو د اسرائیلو اړوند بېړۍ «ګلکسي لیډر» بېړۍ په سره بحیره کې نیولې ده.
 
امریکايي رسنیو نن د لړم ۲۹ مه د امریکايي چارواکو له قوله ویلي، د یمن حوثیانو خپل ځواکونه د چورلکې پر مټ د بېړۍ پر غولي کېنیولي دي.
 
د یادونې ده، چې تر دې وړاندې عربي رسنیو هم راپور ورکړی وو، چې د یمن سمندري ځواکونه توانېدلي، چې په سره بحیره کې د اسرائیلو یوه بېړۍ ونیسي.
 
د معلوماتو پر اساس دغه بېړۍ کې ۵۲ تنه سپاره و، چې  ټول نیول شوي دي.
 
د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند یحی سریع په دې اړه ویلي، دغه عملیات د هېواد د مشرتابه په لارښونه او د فلسطین د خلکو د ملاتړ په پار شوي دي.
 
جاپان د دغه بېړۍ په نیول کېدو کلکې نیوکې کړې دي او ویلي یې دي، چې دغه بېړۍ د دوی ده.

جمهورخبري آژانس

 
 


د مطلب کود: 165952

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/165952/

جمهور
  https://www.jomhornews.com