هلمند سیند ته موټر لوېدلی، شپږ تنه په کې مړه دي

30 عقرب 1402 ساعت 8:49

د هلمند ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست چارواکي وايي، هلمند سیند ته د یوه موټر غورځېدو پېښه کې شپږ تنه مړه شوي دي.


د هلمند ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست چارواکي وايي، هلمند سیند ته د یوه موټر غورځېدو پېښه کې شپږ تنه مړه شوي دي.
 
دغه پېښه پرون د لړم ۲۹ مه  مهال رامنځ ته شوې، چې د ګرمسیر ولسوالۍ څخه د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار ته روان مسافر وړونکی موټر سیند ته ولوېده.

د اطلاعاتو او  فرهنګ ریاست د چارواکو په وینا، په دغه پېښه کې د دریو ماشومانو په ګډون شپږو تنو ژوند له لاسه ورکړی دی، خو موټر چلوونکي ته کوم زیان نه دی رسېدلی.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 165993

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/165993/

جمهور
  https://www.jomhornews.com