کاناډا له پاکستانه ۳۱۶ افغان کډوال انتقال کړل

1 قوس 1402 ساعت 9:35

د کاناډا د کډوالو د چارو وزارت اعلان کړی چې ۳۱۶ افغان کډوال یې په یوه چارټر الوتنه کې له پاکستانه دغه هېواد ته انتقال کړي دي.


د کاناډا د کډوالو د چارو وزارت اعلان کړی چې ۳۱۶ افغان کډوال یې په یوه چارټر الوتنه کې له پاکستانه دغه هېواد ته انتقال کړي دي.

دغه وزارت تېره شپه  اعلان وکړ چې دغه کډوال ټورنټو ته رسېدلي او د کالګاري، هامیلټن او سنټ کاترین په ۳۶ ځایونو کې به مېشت شي.

کاناډا وايي، د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې یې ۴۰ زره افغان کډوال د کډوالو په توګه منلي دي.

دا هېواد وايي چې دوی په هغو قضیو کار کوي چې دمخه منل شوي دي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 166044

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/166044/

جمهور
  https://www.jomhornews.com