د مسکو ناستې ته د طالبانو غبرګون:

 مجاهد: ځینې هېوادونه په افغانستان کې د فتنې اچولو په لټه کې دي

4 قوس 1402 ساعت 13:39

د طالبانو مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد د مسکو غونډې ته غبرګون کې ویلي، ځینې هېوادونه غواړي مړې څېرې بیا راژوندۍ کړي او په افغانستان کې فتنه رامنځ ته کړي.


د طالبانو مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد د مسکو غونډې ته غبرګون کې ویلي، ځینې هېوادونه غواړي مړې څېرې بیا راژوندۍ کړي او په افغانستان کې فتنه رامنځ ته کړي.
 
مجاهد زیاته کړې«موږ پر روسیه اعتراض کړی، هغوی باید د نورو هېوادونو په چارو کې مداخله ونه کړي.»
 
دی وايي،  ځینې هېوادونه غواړي، چې مړې څېرې بیا را ژوندی کړي او فتنه رامنځ ته کړي، چې دا یو ښه اقدام نه دی.
 
د ویلو ده، چې د مسکو غونډه د دغه هېواد د پارلمان د عادل ګوند د رییس سرګي میرونوف په کوربتوب د تېرې پنشنبې ( لیندۍ ۲ مه) د سرپرست دولت د ځینو مخالفو څیرو په شتون کې په مسکو کې جوړه شوې وه.

دغه غونډې ته د احمدشاه مسعود زوی احمد مسعود، د هغه ورور احمدولي مسعود، محمد محقق، فوزیه کوفي او ځینې نورې پخوانۍ څېرې چې دا مهال له هېواده تښتېدلي دي ورغلې وې.

جمهورخبري آژانس

 
د پیغام پای/


د مطلب کود: 166146

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/166146/

جمهور
  https://www.jomhornews.com